نن په دوبۍ ښار کې د اوښ ځغلولو سیالۍ پېلیږي

 د عربي متحده اماراتو په مشهور ښار دوبۍ کې د ۲۰۲۰ م کال فبروري میاشتې په ۲۶ مه نېټه د اوښانو ځغلولو لوبې پېلیږي او د فبروري په ۲۷ مه نېټه پای ته رسيږي.

 د اوښ ځغلولو لوبې په عربي هېوادونوکې ډېرې رواج دي، دې سیالیو ته ځانګړي اوښان چې یواځې د منډو وهلو یا ځغاستو لپاره دي، روزل شوي دي.

 د اوښ ځغلولو لوبې د فبروري په ۲۶ مه نېټه په دوبۍ ښارکې پیلیږي او د فبروري په ۲۷ مه نېټه پای ته رسېږي.

 دې لوبو کې اوښان په ډله ییزه توګه په ځغاسته اچول کيږي او اوښان ټاکلي ځای ته ځان رسوي.

 د دې لوبو تبصره یا کمېنټري او څارنه د اوښانو ځغاست لیکې ته څنګ سړکونو باندې د ځانګړو تلونکو موټرو څخه کیږي.