د ښځينه کرکټ نړیوال جام: پنځمه سیالي اسټرالیا وګټله

 د ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ نړیوال شل اوریز جام د فبروري په ۲۱ مه نېټه د لس لوبډلو په ګډون د اسټرالیا هېواد په کوربتوب پیل شوی دی، د دې جام پنځمه لوبه د فبروري په ۲۴ مه نېټه د اسټرالیا او سریلانکا ښځینه کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اسټرالیا په پنځه وېکټو وګټله او شپږمه لوبه کې بیا د هند ښځينه لوبډلې د بنګله دېش ښځینه کرکټ لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.

 د ښځينه وو نړیوال شل اوریز کرکټ جام په پنځمه لوبه کې اسټرالیا، سریلانکا ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه. د سریلانکا ښځينه کرکټ لوبډلې په شل اورونو کې د ۶ وېکټو په نقصان سره د لوبډلمشرې چمارا اټاپوتو د ۵۰ منډو په مرسته ۱۲۲ منډې وکړې.

 د اسټرالیا ښځينه وو کرکټ لوبډلې یاد هدف د شلم اوور په درېیم توپ د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د رېچل هېنس د ۶۰ منډو پرمټ پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.  له دې وړاندې په ۴ مه لوبه کې سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د انګلستان ښځينه کرکټ لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماته ورکړې وه او د ښځينه وو نړیوال جام ۶ مه لوبه کې هندوستان، بنګله دېش ته ماته ورکړه.

 د ښځينه وو نړیوال شل اوریز کرکټ جام د لس لوبډلو په ګډون پیل شوی او د مارچ میاشت په ۸ مه نېټه پای ته رسېږي.