د اسټرالیا ایلیس پېرې د ښځينه وو پر کرکټ راج پېل کړ

۲۹ کلنه ایلیس پېرې د اسټرالیا څخه ده، نوموړې د ۱۹۹۰ میلادي کال د نومبر میاشتې په درېیمه نېته زېږدلې ده.

پېرې تازه د کرکټ نړیواله شورا یا آی سي سي څخه د غوره کرکټرې په پار جایزه ترلاسه کړه.آی سي سي وايي چې د آسترالیا د کرکټ د ښځو د لوبډلې الروانډره ایلیس پېرې د ښځو د کرکټ د کال غوره لوبغاړې شوه.

پېرې ته د “ریچل هیهو-فلنټ” د کال غوره جایزه ورکړل شوې ده چې یوه معتبره جایزه بلل کیږي. د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ (دسمبر۱۷) دا اعلان وکړ.

پېرې په روان کال کې په ټسټ، یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ډېره وځلېدله. هغې درې سلیزې وکړې او په یوې لوبې کې یې اوه لوبغاړې هم وسوځولې چې دا د خپل ډول یو یکارډ دی.

هغه لومړنۍ لوبغاړې شوه چې په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰۰ رنزونه کوي او ۱۰۰ ویکټې اخلي. دې همدغه راز د سریلانکا خلاف یوې شل اوریزې لوبې کې په ۶۱ توپونو ۱۴۸ منډې وکړې چې یو ریکارډ بلل کیږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا په اعلامې کې د ایلیس پېرې له خولې لیکل شوي: “دا زما لپاره لوی ویاړ دی او زه لږه حیرانه شوم چې سږکال مې څومره کارنامې کړي دي. “

دا په دریو کلونو کې دویم ځل دی چې پېرې د ښځو د کرکټ دا نړیواله جایزه ګټي. په اول ځل یې په ۲۰۱۷ کې ګټلې وه.