ممکن دا ډېره جالبه وي، لاټزیو په سېر ای کې کالیاري لوبډله ماته کړه
لاټزیو تېره شپه په سیر ای کې کالیاري ته 2-1 ماته ورکړه او په سیر اې کې یې اتمه پرلپسې لوبه وګټله. دا شپاړسمه اوونۍ ده او د لاټزیو ټولي نمرې 36 دي.
په اخیرو 20 کلونو کې دا ډول څه د دې کلب لپاره بې سابقې وه. هغوی په 1998/199 فصل کې 10 پرلپسې لوبې ګټلي وې.
هغوی په 1973/74 فصل کې هم د 16 اوونیو څخه 36 نمرې ترلاسه کړې وې، چې په پای کې سیر اې هم ګټلې وه. البته هغه وخت د هرې لوبې د ګټلو پر سر 2 نمرې ورکول کېدې.
د اروپا د 2019 کال د طلایي لوبغاړي جایزه ژایو فلیکس وګټله او تېره شپه یې ځانګړو مراسمو کې ترلاسه کړه.
دغه مراسم د ایټالیا په ټورین ښار کې ترسره شوه، چې د طلایي لوبغاړي جایزه تېر کال ماټیاس ډي لیکټ ترلاسه کړې وه. فلیکس تېر دوبي کې د 120 میلیونه یورو په بدل کې د بنفیکا څخه د اټلاټیکو ماډریډ سره یو ځای شو.
هغه دې مراسمو کې خبرې هم وکړې: ((دا جایزه خپلې کورنۍ، د کلب ملګرو او همدارنګه د بنفیکا لوبغاړو ته تقدیم کوم.)) د ایټالیا سکای سپورټ د فلیکس څخه په ایټالیا کې د لوبیدو پوښتنه وکړه، هغه وویل: (( په ایټالیا کې لوبه، موږ نه سو کولای چې پوه سو. هر څه امکان لري، چې پېښ شي.))
کله چې د فلیکس څخه د کریسټیانو رونالډو په اړه پوښتنه وسوه، هغه وویل: ((کریسټیانو رونالډو زما الګو دی او د دې ویاړ را سره دی، چې په ملي لوبډله کې ور سره یو ځای یم. زما خوښیږي چې حتی په یوه کلب کې ور سره اوسم.))