کالیاري فوق العاده لوبیږي

محمود خان منندوی

د کالیاري فوق العاده کارنامه د ساسولو سره د بېګانۍ لوبې وروسته چې 2-2 مساوي شوه:

 * کالیاري د سیر اې په اخیرو 13 لوبو کې ماته نه ده خوړلې. ( 5 مساوي او 8 بریاوې )

 * کالیاري د سیر اې په اخیرو 6 لوبو کې کم تر کمه په هره لوبه کې دوه ګولونه لګولي دي، چې د دې کلب په تاریخ کې بې سابقې ده.

 * کالیاري اوس د سیر اې د جدول په څلورمه لیکه کې ده.

لیسټر سیټي خپل په 135 کلن تاریخ په غوره لیګ کې په لومړي ځل 8 پرلپسې لوبې وګټلې.

 لیسټر سيټي د غوره لیګ په دې فصل کې د هغه فصل سره په ورته ډول درې نمرې اضافه ترلاسه کړي دي، چې دوی اتلولي پکې ترلاسه کړه.

 لیسټر سیټي په غوره لیګ کې اوس د لیورپول سره 8 نمرې فرق لري.

هازارډ څو ورځې مخکې زخمي شو. که څه هم لومړي سر کې یي یوازي د 10 ورځو د غیبت خبره شوې وه، خو وروسته معلومه شوه چې روان کال نور نشي لوبیدلی.

 پرون د لوبې کتلو ته هم راغلی و.