زیدان: هازارډ فوق العاده ولوبید، نور هم شته

محمود حان منندوی

زیدان د پرون شپې تر لوبې وروسته:

 موږ دا هم کولی شول چې په لومړۍ نیمایي کې 4 یا 5 ګولونه ولګوو، خو وروسته نا هیلي کوونکي شېبې را ورسېدې، چې دا د فوټبال یوه برخه ده.

 نن موږ ډېر ښه وو.

 هازارډ فوق العاده ولوبید او هیله لرم، چي زخم یي شدید نه وي. ایسکو او مارسلو هم ډېر ښه و، هازارډ ممکن دوې اوونۍ د زخمي کېدو په خاطر ونه لوبیږي او د 6 اوونیو د نه لوبیدو امکان یي هم شته. وروستی خبر وروسته نشریږي.

هازارډ په اخیرو څو لوبو کې ډېر ښه لوبیدلی. هغه تېره شپه ټپي شو.

 پاریس کمبک وکړ او دا زموږ د غلطۍ سبب و. د هغو یو علت دا هم و، چې لوبغاړي یي تبدیل کړل. والورډي د پرمختګ په حال کې دی.

 ناواس ښه ولوبید او 4-5 ښه موقیعتونه یي دفاع کړل.

 موږ اوس سخت کار کوو او اوسني لوبغاړي مو د تېرې یوې میاشتې لوبغاړي نه دي. لږ باید صبر ولرو، تر څو د نن رقم هر وخت ولوبیږو.