د زیدان په خبرو د بیل وکیل غبرګون وښود

محمود خان منندوی

تر هغه وروسته چې د نن سهار تر لوبې وروسته زیدان د بیل د ژر جلا کېدو په اړه هیله وښوده، اوس تازه د ګریټ بیل وکیل بارنټ د زیدان دې خبرو ته غبرګون وښود.

بارنټ وویل:
«د زیدان خبري ډېرې د شرم وړ دي او هغه هم د داسي لوبغاړي په اړه، چې د ریال ما‌ډریډ له پاره یي ډېر کارونه کړي دي. که چیرې د بیل د جلا کېدو زمینه هم برابره شي، نو یوازې به په دې خاطر وي، چي د هغه ټوله ګټي تامین شوي وي، نه د زیدان د فشار په خاطر.»

دا خبرې په داسي حال کې یو د بل پر وړاندې کېږي، چې ګریټ بیل په 6 فصلونو کي د ریال ماډریډ سره تقریباً نیمې لوبې د زخمي کېدو په خاطر د لاسه ورکړي دي، خو په مهمو لوبو کې یې بیا د مهم لوبغاړي په توګه را ښکاره شوی دی، لکه د چمپیونز لیګ په ټورنمنټ او پایلوبو کې.