په لوی هلمند کې د وطني کرهڼيزو توليداتو په ملاتړ د فوټبال لوبلړ پېل شو

احمد مسعود

د هلمند فوټبال فدراسيون په نوښت د وطني توليداتو د ملاتړ په موخه د يوولس الف A فوټبال لوبډلو ترمنځ ټورنمينټ په کرزي فوټبال لوبغالي کي پيل شو.

چې ددې ټورنمينټ افتتاحیه لوبه د نوي ياران فوټبال لوبډلې او اتفاق ترمنځ ترسره شوه چې لوبه د نوي ياران فوټبال لوبډلې 0-6 له اتفاق فوټبال لوبډلې څخه وګټله. د نوي ياران فوټبال لوبډلې لپاره ضمير احمد صديقي او جميل اميني دوه دوه ګولونه او دين محمد او نعمت الله بيا يو يو ګول وواهه.

ياد ټورنمينټ چې د پوليسو اکاډمۍ، نوي ياران،ښاروالی،اتفاق،­ بهير نورزي، تمدون، چاه انجير، پيکان،اتحاد، از­اد او فيروزي فوټبال لوبډلو په ګډون پيل شوي. لوبې يې د تګ او راتګ په شکل ترسره کيږي.

ددې ټورنمينټ د افتتاح مراسمو ته د هلمند ولايت د کرهڼې د ريئس ترڅنګ د ګڼو نورو ادارو مسوولين او استازي هم راغلي وه چې د هلمند د کرهڼيزو توليداتو څخه يي خپل ملاتړ وښود او همدارنګه يې د هلمند د کرهڼيزو توليداتو د ملاتړ په موخه يې هندواڼه انګور او خټکي د لوبې له نندارچيانو سره په ګډه وخوړل.