افغان الف لوبډلې بنګله دېش لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه

افغان لوبډلې نن یوځل بیا په خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه کې سیالې لوبډلې ته د څلور ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې د افغانستان په نوم ثبت کړه.

په پیل کې لومړی بنګله دېش لوبډلې توپوهنه ترسره کړه چې په ټولو ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۸ منډې ترسره کړې او افغانستان ته یې د ۲۷۹ منډو هدف وټاکه چې پکې د افغان توپ اچوونکو له ډلې کریم جنت او فضل نیازي هر یوه درې ویکټې او شرف الدین اشرف او سعید شېرزاد یوه-یوه ویکټ واخیسته.

ورپسې افغانستان الف لوبډلې توپوهنه پیل کړه چې د سیالې لوبډلې هدف یې په ۴۹،۱ توپ باندې بشپړ او بریا یې خپله کړه.

د افغان توپوهونکو له منځه ابراهیم ځدراڼ د اوو شپږیزو او اوو څلوریزو پر مټ ۱۲۷ ډېرې منډې وکړې، ورپسې شرف الدین په ۱۷ توپونو ۳۶ منډې او عثمان غني ۲۶، کریم جنت ۲۴ او رحمن الله ګربز ۲۱ منډې ترسره کړې او سیاله لوبډله یې په وروستي اور کې له ماتې سره مخ کړه.

د یادولو وړ ده چې ابراهیم ځدراڼ د غوره توپوهنې له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه به د روانې جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي