افغانستان الف لوبډلې نن د بنګله دېش الف لوبډله په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې د لسو ویکټو په توپیر ماته کړه. په پیل کې د لوبې پچه بنګله دېش ګټلې وه او لومړی یې توپوهنه غوره کړه چې د ټولو اورونو په لوبولو سره یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې وکړې چې ورپسې افغانستان خپله پاڼۍ پیل کړه او لومړی رحمن الله ګربز ابراهیم ځدراڼ توپوهنې ته راووتل چې دوی په یوازې ځان په ۴۴،۵ اور کې د بنګالۍ لوبډلې هدف مات او بریا یې د افغانستان په نوم ثبت کړه چې له منځه یې ګربز ۱۰۵ ناسوځېدلې منډې او ابراهیم ۸۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د یادولو ده چې الف لوبډله به خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې په یاد لوبغالي کې ترسره کړي.
باید وویل شي چې رحمن الله ګربز د غوره توپوهنې له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.