د فوټبال لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

اډیډاس کمپنۍ د بیشکټاش د راتلونکي فصل لباسونه اعلان کړل

د روما پخوانی مرکزي لوبغاړی ډنیلي ډي روسي د بوکا جونیورز کلب د ورزشي مدیر نیکولاس بورډیسو سره توافق ته رسیدلی دی او ډېر ژر به ارجنټاین ته ولاړ شي.

سکای سپورټ ادعا کړې وکړه، چي د کریسټال پالاس حمله کوونکي لوبغاړي ویلفرډ زاها اعلان کړه، چې غواړي له دې کلب څخه جلا شي. ارسنال د هغه یو له جدي مشتریانو څخه یادیږي.

ډنیل سټوریج د ځینو قوانیو د ماتېدو په خاطر، د مقراراتو د تنظیم د کمیسیون له لوري 6 اوونۍ ( 2 اوونۍ اجرائي + 4 اوونۍ تعلیقي) د هر ډول فوټبالي فعالیت څخه محروم شو او د دې تر څنګ د 75 زره پونډه نقدي جریمې په ورکړي محکوم شو.