د فوټبال ښځینه لوبغاړې اسلاني ریال ماډریډ وپېرله

محمود خان منندوی

ریال ماډریډ د ښځینو د لوبډلي له پاره د سویډن حمله کوونکې لوبغاړې، کوسواري اسلاني د لومړۍ لوبغاړي په توګه راونیوله.

اسلاني 29 کلنه ده او د پاریس سېنټ جرمن له پاره یي په 59 لوبو کي 39 ګولونه لګولي. دا په منچسټر سیټي کي هم لوبېدلې ده. اسلاني اوس 29 کلنه ده.

هغې د ریال سره په یو ځای کېدو خوښي وښوده او ریال یې د نړۍ غوره کلب یاد کړی.