زیدان له ریال ماډریډ دفاع وکړه

محمود خان منندوی

د نن سهار تر هغې لوبي وروسته چې ریال ماډریډ په دوستانه لوبه کې د اټلاټیکو ماډریډ څخه ماته وخوړه، زیدان په خبري کنفرانس کې د تل په څېر د ماتي مسوولیت په خپله غاړه واخیست.

زیدان وویل:
«د لوبې پیل ښه نه و. لومړی مو دوه ګولونه وخوړل او لومړۍ نیمایي هم زموږ له پاره ښه نه وه، موږ هیڅ مثبت څه ونه کړل. اووه ګولونه مو وخوړل او داسي څه د ریال ماډریډ له پاره د امکان وړ نه دي. لوبغاړي هم ډېر نا هیلي دي.  په هر حال لوبه دوستانه وه او باید تر اندازې ډېر ارزښت ور نه کړل شي».