د افغان الف او بنګله دېش ترمنځ لوبه پرلپسې اورښت بې پایلې کړه

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه د دوامداره باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

په پیل کې د لوبې پچه د افغانستان الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، سیالې لوبډلې ته د باران له امله په پیل کې ۴۴ اورونه وټاکل شول چې ورپسې د لوبې په منځ کې بیا باران پيل شو او له امله یې لوبه ۴۰ اورونو ته راښکته شوه او د DLS میتود له مخې سیالې لوبډلې ته لس نورې منډې هم ورکړل شوې چې په ۴۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې او په مجموع کې ۱۸۶ منډې شوې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ اچوونکو له لوري نوين الحق په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ۵ بنګالي لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز شرف الدین اشرف او قیس احمد هم يوه- يوه ويکټ ترلاسه کړه او درې لوبغاړي بيا د منډو پر مهال وسوځېدل چې د بنګله دېش توپوهونکو له منځه عفیف حسن ۴۵ او امرول الکیس ۳۳ ډېرې منډې جوړې کړې.

ورپسې افغان الف لوبډلې ډېره چټکه توپوهنه پیل کړه، خو دغه مهال لا اتم اور و چې د باران ورښت له امله یو ځل بیا لوبه ودرېده، افغان الف لوبډلې تر دې مهاله په اتو اورونو کې د هیڅ کوم لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۵۷ منډې کړې وې چې د DLS میتود پر بنسټ په ۲۰ اورونو کې ۶۲ منډو ته اړتیا وه، خو بخت یاري ونه کړه او باران دوامداره شو او ونه درېده، چې په پایلې کې د لوبې څارونکو له خوا لوبه پې پایلې اعلان شوه.

د یادولو ده چې افغان الف لوبډلې تر دې دمه دوه یو ورځنۍ لوبې ګټلې، ورپسې د دریمې لوبې بریا بیا بنګله دېش خپله کړې او نن هم لوبه د دوامداره باران له امله بې پایلې شوه چې افغان لوبډله به خپله پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د روانې جولای میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره کړي.