ـــــ تاند

د هندوستان په دهرادون ښار کې د افغانستان او ایرلينډ ترمنځ د افغانستان اسلامي بانک جام دویمه یو ورځنۍ لوبه د باران له امله ترسره نشوه.
نن ددې لوبو په لړ کې د پنځوس اوره لوبو دوهمه لوبه ترسره کېده، ددې لوبې پچه (ټاس) افغان لوبډلې وګټله او توپوهنه یې غوره کړه چې په ۴۸،۳ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په له سوځیدو سره ۲۵۰ منډې وکړې او بیا د باران له پيل سره لوبه وځنډيده.
د افغانستان په لوبډله کې د لومړي ځل لپاره اکرام عليخیل او سید احمد شيرزاد ته په یو ورځنیو لوبو کې د لوبيدو موقع ورکړل شوې وه.

په توپوهنه کې حضرت الله ځاځي خپله لومړنۍ نړيواله نیمه سلیزه ثبت کړه او ۶۷ منډې یې وکړې؛ دغه راز رحمت شاه ۵۴ او حشمت الله شهيدي بیا ۵۲ زیاتې منډې ترلاسه کړې.
د پرله پسې ورښت له امله د ایرلنډ د توپوهنې پاڼۍ پيل نشوه چې په پایله کې یې لوبه بې پایلې شوه.

د یادونې ده چې د ۵ لوبو په لړۍ کې تر دې دمه افغانستان یوه لوبه ګټلې، یوه بې پایلې تمامه شوه او درېيمه لوبه به د مارچ په ۵ نېټه ترسره شي. له دې وړاندې افغانستان د ایرلینډ څخه د درې شل اوریزو سیالېو سیریز د درې پر صفر هم په خپل نوم کړی وو، چې افغان لوبغاړو پکې ستر ریکارډونه هم خپل کړي وو.