افغان کرکـټ بورډ وايي: د اورښت او سیلاب ځپلو لپاره یو خیریه سیالۍ کوو

ـــــ تاند

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيز الله فضلي له رسنېو سره په مرکه کې وویل: چې په هېواد کې د زیاتو اورښتونو او واورو له امله چې زموږ هېوادوالو ته زيان رسولی، د دوى د مرستې لپاره به په رارتلونکي نوي کال کې یو خیریه سیالۍ چمتو کړي او ددې سیالۍ ټولې پېسې به د افغانستان په جنوب او ټولو اورښت ځپلو او سیلاب ځپلو کورنېو ته ورکړي. دغه خیریه لوبه  به ۱۰ اوره وي او په پلازمېنه کابل کې به ترسره شي.

فضلي زیاتوي: لکه څنګه چې افغان کرکټ افغانان تل خوښ ساتلي، اوس یې وخت دی چې په م یې غمګین شي او بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.

تېره شپه اورښتونو په زابل، غزني، کندهار او فراه ولایتونو کې پراخ زیانونه واړول، چې له امله یې په یادو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او یو شمېر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد خپلو ټولو امنيتي ځواکونو ته امر کړى او ورته ویلي یي دي، چې هر چېرته چې هېوادوال بند پاتې وي، هغوى ته دې رسيده ګي وکړي او په اورښتونو کې ځپل شوو ته دې مرستې ورسوي.