افغان کرکټ بورډ د ویسټ انډيز خلاف د ټيسټ سیالۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز پر وړاندې افغان ټیسټ لوبډله ټېسټ اعلان کړه.

 د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ویسټ انډیز پر وړاندې له درې ورځنۍ تمریناتي لوبې وروسته نن د یادې لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.

 د یادولو ده چې په دغه ۱۵ کسیزه لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي چې له منځه یې سید شېرزاد او حشمت الله شهیدي د ټپ له امله نه دي غوره شوي.

 د ویسټ انډیز پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیليږي چې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي.

یاده دې وي چې ددې ټیسټ سیالۍ وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډيز خلاف د شل اوریزو او یو ورځنېو سیالېو لوبلړۍ ترسره کړې چې د یو ورځنېو سیالېو لوبلړ ویسټ انډيز او د شل اوریزو سیالېو لوبلړ افغان کرکټ ملي لوبډلې خپل کړ.