افغان کرکټ بورډ ویسټ انديز خلاف خپلې لوبډلې اعلان کړې، لومړۍ سیالي یې د نومبر په ۶مه ده

ټاکل شوې افغانستان د وېسټ انډیز په وړاندې درې شل اوریزې، درې یوې ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي. د لوبو دغه لړۍ به له شل اوریزو لوبو څخه پیل او لومړۍ لوبه به د نومبر په ۶مه ترسره شي.

لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه به د نومبر په ۶مه، دوهمه لوبه يي د نومبر په ۹مه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به د نومبر په ۱۱مه ترسره شي. له نړیوالو یوې ورځنیو لوبو وروسته به د شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه به د نومبر په ۱۴مه، دوهمه لوبه يي د نومبر په ۱۶ او درېیمه لوبه به د نومبر په ۱۷مه ترسره شي. د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه به د نومبر په ۲۷مه پیل شي.

که څه هم د سیالیو دغو لړیو لپاره وېسټ انډیز د اکتوبر په ۱۷مه درې مختلفې لوبډلې معرفي کړې، خو افغانستان د شپږیزې لیگ له امله نن نړیوالو یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې.

نړیوالو یوې ورځنیو لوبو لپاره ملي لوبډله

راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاوېد احمدي، افسر ځاځی، گلبدین نایب، محمد نبي، نجیب ځدران، کریم جنت، شرف الدین اشرف، ابراهیم ځدران، یمین احمدزی، نوین الحق، اکرام علي‌خېل او مجیب الرحمن.

نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره ملي لوبډله

راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، جاوېد احمدي، رحمن الله گربز، گلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدران، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، یمین احمدزی، نوین الحق، سید شېرزاد او مجیب الرحمن.