سید ادریس ولیزاده

حشمت الله شاهدي په یو ورځنیو او ټیسټ لوبو کې د توپ وهنې ښه مهارت او تجربه لري، خو د ویسټ انډیز خلاف د لوبغاړو په نوملړونو کې یې نوم نښکاري.

شاهدي که سلو لوبه کوي، نو په کار همداسې وي، ځکه زیاتره وخت د لوبډلې د فشار پر وخت توپ وهنې لپاره میدان ته ښکته کېږي.

کرکټ کې مهمه خبره حوصله ده، چې د حشمت حوصله څرګنده ده.

شاهدي په تیر نړیوال جام کې ښه ځلیدلی و، چې درې نیمې سلیزې هم جوړې کړې وې.

دغه ځوان کرکټر په چپ لاس توپ وهنه کوي، یو دوه په بیټ ښه جاري ساتلی شي، وېکیټ ساتلی شي، د ملګرتیا په غزولو کې مهم رول لري، په حوصلې او تخنیک سره لوبه کوي.