رحمت شاه او حشمت الله د افغان کرکټ ځلانده ستوري

عمران نایاب
رحمت شاه زرمتی او حشمت الله شهیدِ د افغان لوبډلې هغه نایابې څېرې دي چې د دوی په څېر لوبغاړي به افغان لوبډله په ډېرې سختۍ پیدا کړي. د کرکټ مینه والو که دې ته پام شوی وی، رحمت شاه زرمتي او حشمت الله شهیدي په پنځوس اوریزو لوبو کې د افغان لوبډلې ۴۰% منډې جوړې کړې. زمونږ خلک داسې دي چې د یوې او دوه منډو پر ځای تل شپږیزو ته ترجېع ورکوي سمه ده دا منو چې شپږیزې او څلوریزې تل مهمې وي خو دا مو هېر نه شي چې فقط یوه او دوه منډې لوبډله له فشار څخه ژغورلای شي.

رحمت شاه د اړتیا پر وخت چټکه لوبه هم کولای شي، خو حشمت الله باندې باید کار وشي تر څو خپلې لوبې ته لږ چټکوالی ور کړي، دا به د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په یو ورځنېو سیالېو کې غوره جوړه وي، څو د توپوهنې لپاره لکه د نړۍ نور هیوادونه چې پیاوړې جوړې لري، افغان لوبډله به هم د ښې او نه ماتیدونکې جوړې څښتنه شي.