افغان کرکټر مجیب ځدراڼ یو ځل بیا د افغانستان نوم ځلانده ثابت کړ

د نومبر له ۶مې څخه د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ د دریو یوې ورځنیو، دریو شل اوریزو او یوې ټېسټ لوبې لړۍ پیل شوه، چې نړیوالې یوې ورځنۍ او شل اوریزې لوبې پای ته ورسېدلې او ټېسټ لوبه به د نومبر په ۲۷مه پیل شي. افغانستان نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې سختې ماتې وخوړې او د لوبو دغه لړۍ يي ۳ – ۰ وېسټ انډیز ته وبایلله، چې له امله يي اکثره لوبغاړو د کرېکټ نړیوالې شورا درجه بندۍ کې پام وړ شاتگ وکړ او خپل شته مقامونه يي له لاسه ورکړل.

که څه هم افغانستان د شل اوریزو لوبو لړۍ هم ماتې سره پیل کړه، خو وروستیو دوو لوبو کې وتوانېدل وېسټ انډیز ته په اسانۍ سره ماتې ورکړي او د شل اوریزو لوبو دغه لوبلړۍ د ۲ – ۱ توپیر سره وگټي. شل اوریزو لوبو کې له بریا وروسته، یو شمېر افغان لوبغاړي د کرېکټ نړیوالې شورا نوې درجه بندۍ کې هم د پام وړ پرمختگ کړی.

یو له هغو لوبغاړو څخه چې نوې نړیواله درجه بندۍ کې يي ډېر زیات پرمختگ کړی مجیب ځدران دی. نوموړی له دې وړاندې نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د نړۍ اتم غوره توپ اچوونکی و، خو اوس د نړۍ شپږ پیاوړي توپ اچوونکي يي شاته پرېښي او د نړۍ دوهم مقام يي خپل کړی. د توپ اچوونکو نړیواله درجه بندۍ کې راشد خان د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی، خو نوموړی په دې وروستیو کې ښه نه دی ځلېدلی او د تېر په څېر وېکېټې يي نه دي اخیستي، چې له همدې امله دغه مقام يي د مجیب الرحمن له لوري گواښ سره مخ دی.

راشد خان نړیواله درجه بندۍ کې ۷۴۹ نمرو سره لومړی مقام لري، خو اوس مجیب الرحمن هم ډېر ورته نژدې شوی او ۷۴۲ نمرو سره د نړۍ دوهم غوره توپ اچوونکی دی.

شل اوریزو لوبو د توپ وهوونکو په درجه بندۍ کې حضرت الله ځاځی بیا هم خپل شپږم مقام ساتلو باندې بریالی شوی، خو رحمن الله گربز د پام وړ پرمختگ کړی. له دې وړاندې رحمن الله گربز شل اوریزو لوبو کې د نړۍ ۱۰۰ غوره لوبغاړو کې هم شامل نه و، خو شل اوریزو لوبو لړۍ څخه وروسته اوس نوموړی ۶۷م مقام خپل کړی.