د برېتانیا ۴۰ کلن ګای مارټین نړیوال ریکارډ جوړ کړ، نور هم شته

 ګای مارټین یو ټرېکټر جوړ کړی، چې سرعت یې په یوه ساعت کې ۲۱۷ اعشاریه ۲۶۱ کېلو مترو ته رسیږي.

 نوموړی د برېتانیا اوسیدونکی دی، چې نږدې څلوېښت کاله عمر لري او مشهور تخنیک کار او موټر سایکل ځغلوونکی دی.

بل خوا افغان پیاوړي کرکټر مجیب الرحمن بیا یو ځل بیا د افغانانو او نړیوالو پام ځان ته جلب کړ.

مجیب الرحمن چې په ملي لوبډله کې د ښې توپ اچونې لوبغاړی پېژندل کیږي، تازه د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې یې د شل اوریزه سیالیو توپ اچونې په برخه کې شپږ قدمه وړاندې تګ کړی او په دې سره یې دویم مقام خپل کړی دی.

 نوموړي د ویسټ انډيز پر وړاندې شل اوریزه سیالیو په لوبو کې د ښې توپ اچونې له کبله ۷۴۲ نمرې خپلې کړي او د نړیوالې شل اوریزې درجه بندۍ په جدول کې دویم ځای لري، په داسې حال کې چې راشد خان دا مهال ۷۴۹ نمرې لري او په لومړي مقام کې دی.