د ۲۰ کلن شین ډاډزویل له لوري نړیوال ریکارډ

راپور: خپلواک دریځ

سهیلي افریقايي نوي ځوان شین ډاډزویل په یو ورځنیو لوبو کي یو بل ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی، نوموړي د خپل کلب لپاره په یوه پنځوس اوریزه سیالۍ کي په ۱۵۱ توپونو سره پوره ۴۹۰ منډي وکړې چي ۵۷ شپږیزي او ۲۷ څلوریزي پکي شاملي وې.

دا ریکارډ له دې مخکي له بل هندي لوبغاړي سنکروت سریرم سره و چي ۴۸۶ منډي یې په ۲۰۱۴م کال کي جوړي کړي وې.

د ډاډز ویل د ښې توپ وهني په پایله کي د هغه لوبدلي د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورونو کي ۶۷۷ منډي وکړې، چي دا هم د کریکټ په نړۍ کي په یوه پنځوس اوریزه لوبه کي ریکارډ شمېرل کیږي، په دې سره پوټ ډورپ لوبډلي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یوازي ۲۹۰ منډي وکړې او په ۳۸۷ منډو توپیر یې دغه سیالۍ وبایلل.

هغه ویلي (په حقیقت کي دا څو ورځي زما لپاره تر ټولو ښې او ښه خبره لا دا چي خپله ۲۰مه کلیزه مي په دې لویې خوښۍ سره ولمانځله او نن زما د ژوند تر ټولو ښه ورځ ده)

هغه تراوسه د سوداګرۍ سایکولوژي په برخه کي محصیل دی او لا یې پریکړه نده کړې چي کریکټ به د رسمي رشتې توګه وټاکي که یا؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *