ولسمشر غني، حکومت د ورزشکارانو ملاتړ کوي

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني نن ماسپښین د بدني روزنې او سپورت لوی رئیس حفیظ الله ولي رحیمي د معرفي په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د ورزش مخکښانو، یو شمېر مډال راوړونکو  او اتلانو هم حضور درلود، لومړی د بدني روزنې او سپورت لوی رئیس حفیظ الله ولي رحیمي خبرې وکړې او د جمهوررئیس له باور څخه په مننې یې وویل، په هېواد کې د جګړو له امله، ورزشي زېربناوې او امکانات له منځه تللي او په وروستیو کلونو کې ورزش ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او ځینې لاسته راوړنو هم فردي جنبه لرله.

هغه زیاته کړه: د دې وخت رارسېدلی چې له بېلابېلو ورزشي برخو سره په همغږۍ د ورزشي ټولنې پر وړاندې شته لاملونه او ستونزې تشخیص او له منځه یووړل شي.

ولي رحیمي وویل: د ورزش سکتور کې د اصلاحاتو په راوړلو سره به په افغانستان کې د ورزشکارانو لپاره غوره زمینه برابره شي.

وروسته ولسمشر خبرې وکړې او د ورزش د مخکښانو، مډال راوړونکو او اتلانو ګډون څخه په مننې یې وویل، نن د خوښۍ ورځ او ویاړ ځای دی چې پخوانی او اوسنی نسل په ورزش کې یو ځای شوی دی.

هغه د ورزش په ډګر کې له ویاړ ګټونکو څخه په مننې وویل: زموږ اساسي موخه داده چې د جنګ ډګر د ورزش په ډګر بدل کړو.

ولسمشر څرګنده کړه، ورزش هغه وسیله ده چې موږ له یوه بل سره نږدې کوي. هغه زیاته کړه، موږ هر اړخیزه طرحې ته اړتیا لرو چې د ورزش ټولو ابعادو ته په کتو ورته پاملرنه وکړو.

ولسمشر غني وویل: د حکومت تعهد دادی چې د هېواد د ورزشکارانو ممد او ملاتړی وي او د هغوی لپاره  منابع جذب کړي او هیله لرو چې د هېواد ورزش، مسلکي، د یووالي وسیله او  د ملي ویاړ لامل شي.

هغه زیاته کړه، د ورزش په برخه کې کوچنۍ نقطې باید زموږ د سترو اهدافو مانع نشي. موږ باید لاسته راوړنې زیاتې کړو، ځکه د ورزشکارانو هره بریا د ټولو هېوادوالو د خوښۍ لامل ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *