ولسمشر غني د سپورټ د ملاتړ لپاره د وزرش عالي کمېټه حوړوي

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست یو شمېر مسوولینو او ورزشکارانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ولسمشرسلاکار محمد داوود ګلزار خبرې وکړې ویې ویل، له ورزشي فدراسیونونو څخه مو لیدنې وکړې او د هېواد ورزشکاران په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري چې دا موږ ټولو ته د خوښۍ وړ ده.

محمد داوود ګلزار د ورزش په برخه کې د ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې یادې ستونزې حلېږي. هغه زیاته کړه، د بدني روزنې  ادارې  په خپل برابر کړي  طرزالعمل کې د هېواد رسوم او عنعنات په پام کې نیولي دي.

ورپسې د ولسي جرګې د روغتیا، بدني روزنې او نشه یي توکو سره د مبارزې کمیسیون رئیس لالي حمیدزي وویل، تراوسه سپورت په هېواد کې د لایحې په اساس مخته وړل کېږي او که د ورزش قانون توشیح شي، نو په دې برخه کې به ستونزې حل شي.

نوموړي ورزش ته د ولسمشرله پاملرنې څخه په مننې د ورزشکارانود ستونزو د حل غوښتنه وکړه او د سپورت په برخه کې یې په ازادو ټاکنوټینګار وکړ.

وروسته د المپیک ملي کمېټې سرپرست محمود حنیف خبرې وکړې وې ویل موږ د ورزش د ستونزو د ارزونې په موخه د ټاکل شوي پلاوي له کړنو رضایت لرو. هغه له ولسمشرڅخه وغوښتل چې د ورزش قانون توشیح او د یاد قانون په رڼا کې د ورزشي فدراسیونونو ټاکنې په ازاده توګه ترسره شي.

ورپسې د بدني روزنې د عمومي ریاست رئیس همایون خیري خبرې وکړې او پردې په ټینګار چې له ورزش څخه باید سلیقوي ګټه وانخیستل شي وویل، په پام کې ده چې د فدراسیونونو رئیسان انتخاب شي او هیله یې څرګنده کړه، چې د سپورت برخې ته زیات پام وشي.

په دې کتنه کې ملالۍ انوري د نورو ورزشکارانو په استازیتوب خبرې وکړې او غوښتنه یې دا وه چې ولسمشرد ورزش په اړه خپل نهایي تصمیم ونیسي، تر څو موږ وکولای شو په ملي او بین المللي سیالیو کې په ارام زړه ګډون او د هېواد لپاره ښې لاسته راوړنې ولرو.

ولسمشرد هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، ما تصمیم نیولی چې د هېواد ورزش ته نجات ورکړل شي. هغه زیاته کړه، راتلونکې اونۍ د ورزش عالي کمېټه ایجادېږي او د ورزشکارانو د ستونزو حل پورې به اونیزې غونډې کوي.

ولسمشروویل، د ورزش اوسني امکانات کافي نه دي او زه لارښوونه کوم چې د ورزش په برخه کې بودجه زیاته شي.

محمد اشرف غني وویل، زه حاضر یم چې د ورزش قانون توشیح کړم. هغه د ورزش د برخې مسوولینو څخه وغوښتل چې د ورزش د قانون بیاکتنه کې همکاري وکړي.

ولسمشرڅرګنده کړه، د هېواد د ورزشي بنسټونو اوسنی جوړښت ځواب ویونکی نه دی او اړتیا ده چې د المپیک ملي کمېتې اود بدني روزنې ادارې جوړښت له سره وکتل شي.

د هېواد ولسمشروویل، د بدني روزنې موخه ورزش ته خدمت دی، نه دا چې ورزشکاران د وسیلې په توګه ورڅخه کار واخلي. ولسمشرورزشکارانو ته په خطاب کې وویل، تاسو وښوده چې په افغانستان کې د ورزش په برخه کې ښې وړتیاوې شته، خو  باید ښې رهبري او مدیریت شي.

د دې کتنې په پای کې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست مسوولیو او د هېواد ورزشکارانو ورزش ته د ولسمشرغني د پاملرنې له امله د تقدیر لوح هغه ته ډالۍ کړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *