شېرشاه کلب د سرخرود د والیبال سیالیو اتل شو

خبریال: فضل رحیم رحیمي – د ننګرهار  په سره رود ولسوالۍ کې د سولې جام په نوم د واليبال سيالۍ د يادې ولسوالۍ  د شيرشاه کلپ په  اتلولۍ  سره پای ته ورسيدې.

د واليبال د غه سيالي د ننګرهار بدني روزنې رياست د واليبال فدراسيون  له لوري د قومونود يووالي او همغږۍ  شورا رئيس لعل اغا کاکړ په مالي مرسته ترسره شوې.

د سرخرود ولسوالۍ او جلال اباد ښار دوولس لوبډلو په سیالیو کې ګډون کړی و چې دوه اونۍ يې دوام وکړ.

د دې سياليو په پایلوبه کې شيرشاه کلب د اتلولۍ مقام د ترلاسه کولو له نسيم کلب سره د سيالۍ  ډګر ته ووته چې  په پای کې شيرشاه کلب وکړای شول له پينځو ډګرونو څخه د دريو ډګرونو په ګټلو سره د يادو سياليو د اتلولۍ  مقام خپل کړي.

دغه راز د سيالۍ دويم مقام نسيم  کلب ترلاسه کړ.

مسوولان وايي: د دې سياليو موخه  خلکو ته د سولې  پيغام  رسول له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ژغورل او په دې  ولسوالۍ کې د واليبال لوبې وده ښودل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *