د هند آی پي ایل لوبو د بنګالي ژوند واخیست

خبریال: فضل رحیم رحیمي –

په بنګله دېش کې د هند د غوره لیګ (ای پي ایل) پریوې لوبې یو شرط لګونکی له ژونده بې برخې شو.

 دغه کس سنتوش کومارنومیږي او ۳۳ کلن دی. ده د ای پي ایل پر یوې لوبې له خپلو ملګرو سره د ۵۰ زره  بنګالي روپیو شرط ایښی و.

نوموړی د مې پر دوهمه دغه شرط ګټلی و، خو د ده  ملګرو د پېسو له ورکولو انکار وکړ.

ورروسته شخړه تر دې حده ورسېده چې نوموړي خپل ژوند پکې وبایلود.

د شخړی په جریان کې سنتوش د خپل ملګری لخوا د بدن په کومه نازکه برخه له وهل کېدو ورورسته روغتون ته انتقال شو، خو لا درې ورځې نه وې پوره شوې چې سا یې پرې کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *