د هند د غوره لیګ دوه بنګالي لوبغاړي خپلو هیوادونو ته لاړل

خبریال: فضل رحیم رحیمي – د هند د غوره لیګ یا (ای پي ایل) لوبو څخه دوه بنګله دېشي لوبغاړي بیرته خپل هېواد ته لاړل.

لومړی شکیب الحسن خپل هيواد ستون شو او وربسې ښی لاسی تېز توپ اچوونکی مستفظ الرحمان بنګله دېش ته راوان شو.

په سږني ای پي ایل لوبو کې دوی دواړو لوبغاړو ته دومره د لوبي کولو موقع ور نه کړای شوه.

د سن رليزرس حیدراباد لوبډلي توپ اچوونکی مستفیظ الرحمان د خپلې میرمن د تدواۍ لپاره بریتانیا ته ځي.

 او بل لورته د کلکتې لوبډلې الراونډر شکیب الحسن بیا د خپلې خور په واده کې د ګډون لپاره د هند د غوره لیګ سیالۍ پرې ایښي او خپل هېواد ته ستون شوی دی.

مستفظ الرحمان چې په تېر ای پي ایل لوبو کې هم د حیدراباد لوبډلې لپاره په سیالیو کې ښه ځلېدلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *