مجیب او راشد د هند د غوره لیګ غوره لوبغاړي

تاند- مجیب الرحمن او راشد خان د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په وروستیو سیالیو کې د غوره لوبغاړو جایزې وګټلې.

مجیب الرحمن، چې د پنجاب ۱۱ پاچهانو یا (Kings XI Punjab) لپاره لوبېږي، تېره شپه /یکشنبه/ خورا ښه لوبه وکړه چې په نتیجه کې یې پنجاب کینکز لوبډله پر راجستان رایلز لاسبرې شوه.

مجیب په ۴ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول ۲۷ منډې یې ورکړې.

راشد خان د درېم ځل لپاره غوره لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړی راشد خان، چې د هند په غوره لیګ کې لوبېږي، د شنبې په شپه د حیدراباد د سن رایزر ټیم لپاره د ښې لوبې په خاطر د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

rashidراشد خان په څلورو اوورونو کې دوه لوبغاړي وسوځول.

دا د هند د غوره لیګ د سیالیو له پیله تراوسه درېم ځل دی چې راشد خان د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کوي.

حاضردمه د حیدراباد سن رایزر لوبډله د هند د غوره لیګ د سیالیو د جدول په سر کې ده.

د هند په روانو سیالیو کې د راشد خان په ګډون افغانستان درې لوبغاړي ګډون لري.