د فوټبال په نړۍ کې ۱۲ غوره مسلمان فوټبالران

فضل الرحیم رحیمي

 د فوټبال په نړۍ کې هغه مسلمان لوبغاړي چې د دې لوبې په برکت نورو لوبغاړو ته بېلګه ګرځېدلي دي، درښیو.

محمد صلاح، پاول پوگبا، سید ومانی، میسوت اوزل، کریم بنزیما، زین الدین زیدان، فرینک ریبری، ایډن زیکو، یحییٰ اور کولو طوری، ریاض مهریز، نکولس انیلکا د فوټبال په نړۍ پېژندل شوې مسلمانې څېرې دي.

دغو ټولو لوبغاړو د فوټبال له لارې د نورو دینونو خلکو ته پیغامونه ورکړي دي او د هر ګول یا لوبې له ګټلو وروسته یې سجده او د اسمان په طرف کتلو سره د خدای ج شکر ادا کړی دی.

محمد علي عمار لومړنی مسلمان فوټبالر

عمار د خپلو لوبو اپیل په ۱۹۹۲ کې وکړ او په کم وخت کې ډیر شهرت ته ورسید.

عمار چې په نعیم هم مشهور و، د هسپانیا هېواد تبعه دی. عمار په ۱۰۹۳ کې هغه وخت شهرت ته ورسید چې د مانچسټر سیتي په وړاندې یې پرله پسې درې ګولونه ووهل او لوبه یې د خپلې لوبډلې په بریا تمامه کړه.

نوموړي په ۱۴۴ لوبو کې ۸۱ ګولونه وهلي دي.

دویم | محمدصلاح

د مصر۲۵ کلن محمد صلاح چې د ګول ماشين په نوم هم مشهور دی په ۲۰۱۷ م کال د انګلیستان د پریمرلیګ د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

صلاح د انګلیستان یا انګلنډ له مشهور کلب لیورپول سره لوبه کوي او د فوټبال په نړۍ کې یې د ډیرو خلکو پام ځان ته اړولی دی.

محمد صلاح په تیر پړاو کې د خپل کلب لپاره ۳۱ ګولونه ووهل او له هغه وروسته یې د ګول ماشین په نوم شهرت ترلاسه کړ.

د نوموړي په برکت د مصر لوبډله راروان نړیوال جام ته هم ووتله.

دریم | پاول پوګپا

پوګیا، چې فرانسوی دی او د انګلیستان په مانچسټریوناټیټډ کلب کې لوبېږي، له خپلې مور څخه تر متاثر کیدو وروسته د اسلام مبار ک دین قبول کړ.

ده په ۲۰۱۱ کې د خپلو لوبو لړۍ  پیل کړه او لږ وخت کې شهرت ته ورسید.

ده خپله لوبډله شپږ ځله بریا ته رسولې او ترڅنګ یې په ۲۰۱۴ کې د ګولډن بوای یا(د سرو زرو هلک) میډال هم ترلاسه کړ.

دغه لوبغاړی په نورو شخصي لوبډلو کې هم لوبیدلی او د خپل کریر لومړی ګول یې د نایجریا په واړندې ترسره کړ، او له هغه وروسته د فوټبال د نړۍ یو تر ټولو ګران بیه قیمت لوبغاړی هم شو چې په یو لیګ کې په ۸۹،۳ میلون انګلیسي  پونډه باندی واخیستل شو.

څلورم | سیدو ماني

سیدوماني هم د لیورپول لپاره د لوبو پیل وکړ او خپله لوبډله یې څو څو ځله بریا ته ورسوله خو نوموړی هغه وخت شهرت ته ورسید چې تر ټولو چټک یې د ګولونو هیټریک وکړ.

دغه لوبغاړی د سویلي افریقا دی او هر ځل د لوبې میدان ته د کلیمې په ویلو داخلیږي.

پنځم | زین الدین زایدان

د فرانسې تر ټولو مخکښ فوټبالر چې اوس مهال ۴۵ کاله عمرلري.

دغه لوبغاړی په ۲۰۰۱ م کال کې د نړي ترټولو قیمتي لوبغاړی و او ۱۹۹۸او ۲۰۰۰ م کلنو کی  یې د نړۍ د غوره فوټبالرجایزه هم ترلاسه کړې ده. زیدان اوس روزونکی دی.

شپږم | میوست اوزل

میسوت اوزال ترک توکمنه جرمنی دی او اوسمهال د انګلیستان د ارسنل کلب لپاره لوبه کوي.

دا هغه لوبغاړی دی چې څو ورځې وړاندی یې په میدان کې د ډوډۍ په ښکلولو سره د مسلمانانو سرترڅنګ د نور دینونو د خلکو زړونه هم وګټل.

دغه لوبغاړی چې کله میدان ته راځي نو لومړی قران کریم تلاوت کوي او بیا لوبه پیلوي.

اووم | کریم بنزیما

الجزایرالاصله فرانسوی لوبغاړی چې د فوټبال په نړۍ کې میلونونه مینه وال لري.

۲۹ کلن بینزیما  په ۲۰۱۸ م کال کې ریال ماډرید لوبډله تر پایلوبې رسولې وه.

اتم | فرینک ریبري

ریبري په اصل کې د فرانسې دی خو ترډیره یې د جرمني کلپونو لپاره لوبه ترسره کړې ده

نوموړي په ۲۰۰۲ کې اسلام مبارک دین قبول کړ او په  خپل ځان یې بلال یوسف محمد نوم کیښود.

او په ۲۰۰۴ کې له یوې الجزایرۍ مسلمانې پیغلې سره واده وکړ، اوس څلور اودلادونه لري.

ده په ۲۰۱۴ کې له فوټبال سره خدای پاماني وکړه.

دغه لوبغاړی په ۲۰۱۳ م کې د کریسټیانو رونالډو او لیونل میسی سره غوره جایزې ته نوماند و، خو وروسته یې دریم مقام خپل کړ.

نهم | ریاض مهریز

۲۷ کلن الجزایری لوبغاړی خو ترډیره په شخصي لیګونو کې لوبیدلې دی او د انګلیستان لیسټر کلب یې یوځل د پریمرلیګ سیالېو اتلولې ته هم رسولی و.

دغه لوبغاړی په فرانسه کې زیږدلی دی خو د لوبو پیل یې د الجزایر له لوبډلې سره کړی دی.

ریاض د لیسټر لوبډلې لپاره ۴۰ ګولونه وهلې دي.

نوموړي د دې ترڅنګ ډیرې جایزې هم تر لاسه کړی پریمییر لیگ ټیم آف دی آئیر، لیسټر سټی پلییر آف دی آییر ، بی بی سی افریکین فټبالرآف دی آئیر، الجزائرفټبالر آف دی آیر نورایوارډونه ګټلی دي.

لسم | سمیع خدیرا

۳۰ کلن خدیرا د جرمني لپاره لوبیدلی او په ۲۰۱۴ کې د جرمني له لوري د نړیوال جام په ګټلو کې د ده رول د پام وړ و.

خدیرا د هسپانیا په لالیګا (غوره لیګ) کې لوبېدلی او په ۲۰۱۵ کې یې له لوبوسره خدای پهاماني وکړه.

یوولسم | یحیي طوري

۳۳ کلن یحیي د افریقا دی او اته کاله کیږي چې له مانچسټر سیټي لوبډلې سره لوبېږي.

یحیي ۴۴ کاله وروسته مانچسټر لوبډله د انګلیستان د پریمر لیګ اتلوالۍ ته هم ورسوله او د دې لوبډلې لپاره یې ۶۲ ګولونه وهلې دي.

دولسم | ایډن زیکو

زیکو د مانچسټرلپاره په ۶۹ لوبو کې لوبیدلی او په ۲۰۱۴ کې یی د دوهم غوره ګول وهونکی لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې وه.