د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر غړي د تمرین لپاره هند ته ورسېدل

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي راتلونکې میاشت له هند سره د لومړنۍ ټیستلوبې لپاره د تیاري په خاطر هند ته رسېدلي دي.

د کرکټ بورډ په وینا افغان لوبغاړي د دې لپاره هند ته تللي چې د راتلونکو سیالیو د چمتووالي لپاره په روزنیز کمپ کې برخه واخلي.

د ملي لوبډلې یو شمېر نور لوبغاړي به په راتلونکو څو ورځو کې هند ته ولېږل شي.

له بلې خوا د هند د کرکټ ادارې ویلي چې د غوره لیګ یا آی پي ایل له پای ته رسېدو وروسته به روانه میاشت د افغانستان په وړاندې ټیستلوبې ته تیاري پیل کړي.

د هند لوبډله به له افغانستان سره له ټیستلوبې وروسته آیرلنډ ته لاړه شي.

د افغانستان او هند ټیستلوبه به د هند په بنګلور کې وي ورپسې به د هند او آیرلنډ مسابقه د آیرلنډ په پلازمېنه ډبلین کې د جون په ۲۷ نېټه ترسره شي.