افغان لوبغاړي ډاکې ته د سیالیو لپاره ورسېدل

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم ۱۷ لوبغاړي له بنګله دېش سره د ۳ یو ورځنیو سیالیو لپاره د چهارشنبې په ورځ ماسپښین مهال ډاکې ته ورسېدل.

افغان لوبغاړي به د جمعې په ورځ /سپټمبر۲۳/ په ډاکه کې د بنګله دېش له ایکس آس لوبډلې سره تمریني لوبه وکړي خو د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره به د سپټمبر په ۲۵مه /یکشنبه/ لومړنۍ یو ورځینۍ مسابقه وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ څو تکړه لوبغاړي لکه حمید حسن، شاهپور ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ او جاوید احمدي له دې مسابقو حذف کړي دي.

کرکټ بورډ پخوانی کیپتان نوروز منګل، حشمت الله شهیدي، فرید احمد، احسان الله او فرید احمد د بنګله دېش خلاف په لوبډله کې ځای کړي دي.

دا افغان لوبغاړي د افغانستان په ۱۷ کسیز ټیم کې شامل دي:

کیپتان اصغر ستانکزی، محمد شهزاد، رحمت شاه، میرویس اشرف، دولت ځدراڼ، محمد نبي، سمیع الله شینواری، راشد خان، حشمت الله شهیدي، فرید احمد، امیر حمزه، نجیب الله ځدراڼ، نوروز منګل، نوین الحق ، کریم جنت، شبیر نوري، احسان الله.

د دغو لوبغاړو په منځ کې احسان الله، کریم جنت او نوین الحق تر دې پخوا په نړیوالو مسابقو کې برخه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *