افغان لوبغاړي د بنګله دېش د ګلف په سیالیو کې اتلولي وګټله

تاند- د افغانستان د ګلف ملي ټیم د بنګله دېش د اماتورو ګلف لوبغاړو په ټورنمنټ کې اتلولي ترلاسه کړه.

افغان لوبغاړي حشمت الله سروري د سرو زرو میډال وګاټه.

دا په داسي حال کې ده چې په ټول افغانستان کې د ګلف لوبې لپاره یوازې یو غیرمعیاري میدان شته.

سروري د سرو زرو د میډال له ترلاسه کولو وروسته وویل چې ډېر زحمت یې ایستلی و او له لومړي سره دې سیالیو ته په دې هدف لاړ چې د سرو زرو میډال به ګټي.

عمران علي، چې د بنګله دېش د اماتورو ګلف لوبغاړو په تورنمنټ کې یې د سپینو زرو میډال ترلاسه کړ، وویل چې د ګلف د نړیوال فدراسیون له لوري په معیاري میدانونو کې تمرین ورسره مرسته وکړه چې دا مقام ترلاسه کړي.

افغان لوبغاړې لیلا سجادي وویل چې د ښځو په برخه کې د درو هیوادونو لوبغاړو ګډون کړی وو او دا وتوانېده چې د افغانستان لپاره میډال وګټي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *