معلول افغان لوبغاړي په لامبو کې د سرو زرو میډال وګوټ

تاند- د امریکا په اینډیاناپلیس کې د لامبو په نړیوالو سیالیو کې یوه افغان معلول د سرو زرو میډال وګوټ.

۱۷ کلن عباس کریمي، چې له دواړو لاسونو بې برخې شوی، د ۵۰ مترو په لامبو کې لومړی مقام وګوټ.

په دې سیالۍ کې د ۳۵ هیوادونو د لامبو معلولو لوبغاړو ګډون کړی وو.

ده تېر کال هم د مکسیکو په پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د سپینو زرو میډال ګتلی و.

وروستي بري کریمي ته لار پرانیسته چې د توکیو د ۲۰۲۰ په المپیک سیالیو کې ګډون وکړي.

کریمي، چې د بامیان ولایت اوسېدونکی دی، لومړی پلا په ۲۰۱۳ م کال په ترکیه کې د لامبو په سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړ او جایزه یې وګټله.