افغان لوبغاړی عباس کریمي د پارالمپیک د سرو زرو میډال وګوټ

تاند- افغان لوبغاړي عباس کریمي د امریکا په متحدو ایالتونو کې د لامبو په پارالمپیک یا د معیوبانو په سیالیو کې د سرو زرو میډال وګوټ.

کریمي د ۵۰ متره ازادې لامبو په سیالۍ کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او د دې برخې اتلولي یې خپله کړه.

ټاکل شوې ده چې کریمي د دوشنبې په ورځ د ۱۰۰ مترو د ازادې لامبو په سیالۍ کې هم ګډون وکړي.

کریمي د سرو زرو د میډال له ګټلو وروسته په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي«الحمدالله زه د ۵۰ مترو په ازاده سیالۍ کې د امریکا ملي اتل شوم.»

کریمي له څوارلس کلنۍ لامبو پیل کړې او اوس په امریکا کې اوسي.

ده تر دې وړاندې هم په څو نړیوالو مسابقو کې میډالونه ګټلي دي.

کریمي د تمرین په حال کې: