د ویسټ انډيز کرکټر کارل هوپر ۵۲ کلن شو

د ویسټ انډيز کرکټ د ملي لوبډلې پياوړې لوبغاړی کارل هوپر تېره ورځ (ډيسمبر ۱۵مه) نېټه د خپل ژوند ۵۲ سپرلي پوره کړل او ۵۳ سپرلی یې پېل کړ. هوپر په کال ۱۹۶۶م د ډیسمبر په ۱۵مه نېټه د ویسټ انډيز کې ویږید.

کارل هوپر په ښي لاس چټه توپوهنه کوي او اف برېک توپ اچونه هم په ښي لاس کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په خپله رسمي فسبوک پاڼه نوموړي ته د هغه د زو کړې مبارکي ویلې ده او زیاته کړې ده، هوپر د ویسټ انډیز لوبډلې هغه لوبغاړی دی چا چې په ټيسټ کرکټ کې له سلو زیاتې لوبې کړي دي او ښې لاسته راوړنې یې در لودلې دي.

هوپر د ټيسټ کرکټ ۱۰۲ سیالېو کې ونډه اخیستې او ۱۷۲ اننګزونه یې لوبولي دي. نوموړي په دې اننګزونو کې ۵۷۶۲ منډې کړي دي. په یو ورځنېو سیالېو کې هوپر بیا ۲۲۷ سیالېو کې برخه اخیستې او ۲۰۶ اننګزونه یې لوبولي دی، نوموړي په دې اننګزونو کې ۵۷۶۱ منډې جوړې کړې دي. دغه راز په شل اوریز کرکټ کې هوپر د ویسټ انډيز لوبډلې لپاره بیا په ۱۰ سیالېو کې برخه اخیستې او ۹ اننګزونه یې لوبولي دي، هوپر په ۹ اننګزونو کې ۱۶۲ منډې په خپل اکونټ کې ثبت کړي دي.

په پورته درې ګټګوریزو سیالېو کې هوپر بیا د پام وړ توپ اچونه هم کړې ده، هوپر په ټیسټ کرکټ کې د ۱۰۲ سیالېو نه په ۱۴۵ اننګزونو کې ۱۱۴ لوبغاړي سوځولي دي، په یو ورځنېو سیالېو کې یې بیا د ۲۲۷ اننګزونو نه ۲۰۳ اننګزونو کې ۱۹۳ لوبغاړي سوځولي او په شل اوریز فارمټ کې یې بیا له لسو اننګزونو لس اننګزه ولوبول او ۸ ویکټې یې پکې اخیستې دي.