ویسټ انډيز کرکټ بورډ خپل راتلونکی د مسلکي روزونکو سره تېروي
ولید (خپلواک)
ویسټ کرکټ لوبډله غواړې په راتلونکي کلونو کې د مسلکي روزونکو سره خپل کرکټ ته ادامه ورکړي.
د ویسټ انډيز کرکټ بورډ دا خبر وروسته له هغې ورکړ چې ټریور پېني ویسټ انډیز لوبډلې سره د سپین بالینګ کوچ او فیلډینګ برخه کې تړون لاسلیک کړ. ویسټ انډيز او ټریور پیني دواړه له دې تړونه خوښه دي.
نوموړی د کرکټ په دونیا کې ۵۱ کلنه د فیلډینګ روزنې تجربه له ځانه سره لري.
ټریور به د راتلونکي ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ په میاشت کې چې ویسټ انډیز یې ایرلنډ سره د درې شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو لوبو سیریز لري د لوبډلې سره یو ځای شي.
پېني په ورکړل شوۍ دنده خو شالي ښودلي او ویلي دي چې مونږ به د نړیوال شل اوریزه جام لپاره پوره خوارې وکړو تر څو له خپلې اتلوالۍ څخه دفاع وکړو.
پیني تر دې دمخه د سریلانکا د سر روزونکي ، د هندوستان د فیلډینګ کوچ او هالنډ لپاره د مشاور کوچ په توګه دنده ترسره کړې. هغه د هندوستان پریمیر لیګ کې د کینګز الیون پنجاب ، ډیکن چارجرز او کولکتې نایټ رایډرز سره هم کار کړی دی.
سربیره پر دې چې د کارابین پریمیر لیګ (سی پی ایل) کې د سینټ لوسیا زوکس او سټ کیټس او نیویس پیټریاټس سره دنده ترسره کړی.
د نوموړي په حق کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي (فيل سیمونس) وویل ټریور پېني ريښتیا هم ډیر تجربه لرونکی او د کار وړ شحص دی.