ټریور پېني د ویسټ کرکټ ملي لوبډلې سره د سپين باولینګ کوچ او فیلډینګ تړون لاسلیک کړ

ولید (خپلواک)

 ویسټ کرکټ لوبډله غواړې په راتلونکي کلونو کې د مسلکي روزونکو سره خپل کرکټ ته ادامه ورکړي.

 ټریور پېني ویسټ انډیز لوبډلې سره د سپین بالینګ کوچ او فیلډینګ برخه کې تړون لاسلیک کړ.

 نوموړی د کرکټ په دونیا کې ۵۱ کلنه د فیلډینګ روزنې تجربه له ځانه سره لري.

 ټریور به د راتلونکي ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ په میاشت کې چې ویسټ انډیز یې ایرلنډ سره د درې شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو لوبو سیریز لري د لوبډلې سره یو ځای شي.

 پېني په ورکړل شوۍ دنده خو شالي ښودلي او ویلي دي چې مونږ به د نړیوال شل اوریزه جام لپاره پوره خوارې وکړو تر څو له خپلې اتلوالۍ څخه دفاع وکړو.

 پیني تر دې دمخه د سریلانکا د سر روزونکي ، د هندوستان د فیلډینګ کوچ او هالنډ لپاره د مشاور کوچ په توګه دنده ترسره کړې. هغه د هندوستان پریمیر لیګ کې د کینګز الیون پنجاب ، ډیکن چارجرز او کولکتې نایټ رایډرز سره هم کار کړی دی.

 سربیره پر دې چې د کارابین پریمیر لیګ (سی پی ایل) کې د سینټ لوسیا زوکس او سټ کیټس او نیویس پیټریاټس سره دنده ترسره کړی.

 د نوموړي په حق کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي (فيل سیمونس) وویل ټریور پېني ريښتیا هم ډیر تجربه لرونکی او د کار وړ شحص دی.