هند کرکټ بورډ له ډهوني سره نوی تړون لاسلیک نه کړ

ولید ( خپلواک)

 د هندوستان کرکټ بورډ دا ځل له مهیندر سینګ ډهوني سره نوی تړون لاسلیک نه کړ.

 د هندوستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر میاشتې څخه د ۲۰۲۰کال تر سپټمبر میاشتې پورې د خپلو لوبغاړو سره نوي تړونونه لاسلیک کړل.  دغه لیست کې د لومړي ځل لپاره مهیندرسینګ ډهوني قرارداد نه دی ترلاسه کړی.

 ډهوني د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډېرې ګټې او کارنامي ترلاسه کړي دي.

 ډهوني هغه وخت د هندوستان کرکټ بورډ او لوبډلې له پام څخه وغورځېد، کله چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې هغه د نیو زلنډ خلاف ډېر بالونه مېس کړل او له هغې وروسته یې په رن اوټ کې خپله ویکټ نیوزلنډ کرکټ لوبډلې ته بایلوده.

 بل پلو په نوی تړون کې د نودیپ سني، ماینک اګروال، واشنګټن سنډر، شیریاز ایر، او ډیپک چهار سره کلنی تړون لاسلیک شو.

 مهیندر سینګ ډهوني لا تر اوسه پورې د کرکټ بورډ پر دغه عمل کوم نظر نه دی ورکړی.