د کرکټ د غوره لیګ تړون لاسلیک شو

تاند- د افغانستان د کرکټ غوره لیګ یا پریمیرلیګ تړون د پنجشنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل او د سنیکسرسپورټس کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

دا لیګ به د روان ۲۰۱۸ په اکتوبر کې پیل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرايي ريیس شفیق الله ستانکزي په وینا په غوره لیګ کې به د ۵ لوبډلو ترمنځ ټولټال ۲۳ مسابقې وشي.

2ستانکزی وايي، دا مسابقې به په متحده عربي اماراتو کې وي خو تراوسه پټېل شوې نه ده چې د اماراتو په کوم ښار کې وي.

ده په عین حال کې وویل چې د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ ورسره موافقه کړې چې مننه یې کوي.

ټاکل شوې ده چې د ۵ لوبډلو لپاره د لوبغاړو لیلام اعلان شي.

د ستانکزي په وینا شاوخوا ۴۰ نړیوالو لوبغاړو په دې تورنمنټ کې ګډون ته چمتووالی ښودلی دی.

دا به له شپږیزې وروسته په افغانستان کې د کرکټ تر ټولو ستر لیګ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *