ابراهیم مومند

د افغانستان د ازادی مبارزی تکړه لوبغاړي باز محمد مبارز د یوی نړیوالی سیالۍ تړون او ترسره کیدو خبر ورکړ.
نوموړي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي دي چی د خپلی راتلونکی سیالۍ تړون یی لاسلیک کړ او ډیر ژر به د لوبې د ځای ، نیټي او خپل سیال په اړه معلومات هم شریک کړي.
د ازادی مبارزی دغه تکړه لوبغاړي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو او پولیسو سفیر له خپلو مینه والو غوښتي دې چې د راتلونکې سیالۍ له پاره یی په خپلو دعاګانو کې یاد ساتي