اصغر افغان د ۲۰۱۸ کال غوره او بریالی لوبډلمشر سو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی او تجربه کاره لوبډلمشر اصغر افغان چې وړاندې له دې په اصغر خان ستانکزي او اصغر سلام خېل هم شهرت درلود، د افغان ملي لوبډلې لپاره د کال غوره لوبډلمشر بلل شوی دی.
دا خبره نن د کرکیټ مشهوري ویب پاڼي کریک انفو کړې او اصغر افغان ته یې ددې غوره جایزې یادونه کړې ده.
نوموړي ځکه غوره لوبډلمشر یاد سوی، چي په دې کالي کي يې ټولي شل اوریزي لوبي ګټلي، په ۱۶ یوورځنیو لوبو کي یې ۱۱ لوبي ګټلي دي او یوه مساوي لري.