د افغانستان کرکټ بورډ له مخې
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان نن ۳۱ کلن شو او د کرکټ بورډ مشرتابه او کارکونکو یې کلیزه ونمانځله.

محمد اصغر افغان د خپل ژوند ۳۱ پسرلي پوره کړل

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي ریس شفیق الله ستانکزي اصغر افغان ته د مبارکۍ ترڅنګ هغه د افغانستان په کرکټ کې یو بریالی لوبډلمشر یاد کړ او هیله یې وښوده چې د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې به افغانستان تر دې لا غوره لاسته راوړنې ولري.