کرکټ بورډ له خیریه لوبې څخه را ټولې شوې مرستې د کندوز پر زیانمنو وویشلې

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کندوز له زیانمنو خلکو سره د مرستو په هاند یوه خیریه شل اوریزه سیالي ترسره کړه.

له دغې سیالۍ څخه په راټول شوي عاید او نقدي مرستو له زیانمنو وګړو د لاسنیوي په موخه اړین خوراکي توکي وپیرل شول او د یوه رسمي هیئت په مشرۍ د کندوز پر زیانمنو کورنیو وویشل شول.

دغه خيريه شل اووريزه لوبه د روان زیږدیز کال د اکتوبر په ۲۱ مه نیټه په کابل الکوزي نړیوال کرکټ لوبغالي کې د کرکټ د ملي لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې وه، چې له يادې لوبې څخه په کافي کچه عاید ترلاسه شو.

 افغان کرکټ بورډ له لاسته راوړي عاید څخه د کندوز له ۵۵۰ کورنیو څخه د لاسنیوي په موخه اړین خوراکي توکي وپیرل او د رسمي هیئت په مشرۍ کې پر زیانمنو کورنیو وویشل.

2د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي ريیس حاجی عزیز الله فضلي، اجراییوي ریيس شفیق الله ستانکزي، د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي او ملي لوبغاړي جاوید احمدي کندوز د مرستو وېش په موخه یو ورځینی رسمي سفر درلود چې په هوایی ډګر کې یې د قومي مشرانو، ځوانانو، مدني ټولنو غړو، د کرکټ لوبغاړو او دولتي چارواکو له لوري تود هرکلی وشو.

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي ریيس حاجی عزیز الله فضلي د کندوز له دردیدلي اولس د تاوده هرکلي له امله مننه وکړه.هغه وويل، هر افغان او مسلمان باید یو بل ته په هر حالت کې د همکارۍ لاس اوږد کړي، ترڅو هیوادوال د ستونزو احساس ونکړي او د ملي یووالي په ګاڼه سمباله د ورورولۍ فضا به پراخه شي. حاجی عزیز الله فضلي د کندوز له خلکو سره د کرکټ په برخه کې د هراز لازمو همکاریو ژمنه وکړه او د دوی لاسنیوی یې د ادارې ملي رسالت وباله. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي وویل، کرکټ د امن او مینې لوبه ده.

 د دغې لوبې پراختیا ترڅنګ موږ ټولو ملي رسالتونو او مسئولیتونو ته هم ژمن یو چې یو یې په ستونزمن حالت کې د زیانمنو کورنیو لاسنیوی دی. ستانکزي زیاته کړه، خوښ یم چی نن د کرکټ بورډ په استازولی له خپلو ۵۵۰ اړو کورنیو سره د اړینو خوراکي توکو او ناروغانو ته د درملنې اساسي توکو د مرستې لپاره راغلی یم او لوی خدای ج ته دعا کوم چې ستر افغان ولس نور له جنګونو په امن کې وساتي او د هیواد په هره څنډه کې ډاډمنه سوله حاکمه شي.

شفیق الله ستانکزي د کندوز له والي، ښاروال، هوایی ډګر له مسؤلینو، قومي مشرانو، مدني ټولنو او ځوانانو مننه وکړه چی د جنګ ناوړه له ناوړه اغیزو د درد او پریشانۍ سربیره یی له دوی تود هرکلی او مینه یی ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي د مرستو ویشلو پرمهال رسنیو ته وویل، کرکټ بورډ د راتلونکې جمعې پرورځ پلان لري چی د هلمند او اروزګان خلکو ته د مرستو په موخه خیریه لوبه ترسره کړي او زياته يې کړه، چې زه له همدې ځایه پر ټولو ملي سوداګرو غږ کوم چی د خپلو زیانمنو هیوادوالو سره د هیڅ ډول مرستې څخه دریغ ونکړي. د کرکټ بورډ چارواکو او ملي لوبغاړو د سفر په ترڅ کې د کندوز له والي اسد الله عمرخیل او ښاروال نجیب الله عمرخېل سره د دوی په کاري دفترونو کې ولیدل. والي د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د کندوز اړو کورنيو سره د مرستې دغه ګام تاریخي او نه هیريدونکی وباله او د کرکټ په ډګر کې د ورستیو تاریخي لاسته راوړنو او بریاو په څیر يې په راتلونکي کې هم د ډېرو بریاوو هیله وښوده.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریيس شفیق الله ستانکزي له والي سره د کرکټ لوبغالي په هکله هم خبرې وکړې چی په دې هکله والي او ښاروال د بشپړو همکاریو ډاډ ورکړ. د کندوز والي د کرکټ بورډ ورغلي پلاوي ته د ښو کړنو او میلمه پالنې له امله د کندوز دودیزې چپنې هم ډالۍ کړې. همداراز په کندوز کې د مدني ټولنو جوړښت چی شل ټولنې يې غړیتوب لري، د افغانستان کرکټ بورډ ورغلي پلاوي ته د ستاینلیک په ورکولو سره د ریښتني خدمتګارانو لقب ورکړ. د کندوز مدني ټولنو جوړښت مشر غلام حیدر خان حیدر د افغانستان کرکټ بورډ لاسته راوړنې وستایلې او په راتلونکې کې یی د لوی څښتن څخه د بریاو دعا وکړه او د کرکټ بورډ څخه یې په یاد ولایت کې د خپل ملاتړ اعلان وکړ.

د دغه یو ورځیني سفر په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ پلاوي د کرکټ له ځايي لوبغاړو سره هم ولیدل او د کرکټ اکاډمۍ او لوبغالي له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. د امو زون کرکټ مسؤل ډاکټر نور عالم فرید او د لوبغالي رغنیزو چارو جوړنې شرکت مؤظف انجنیر د لوبغالي رغنیزو چارو په هکله د کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي ته معلومات ورکړل او له هغې وروسته د ستانکزي له لوري اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې .

 ستانکزي د شرکت له مسؤلینوغوښتنه وکړه چی خپلې چارې په خپل وخت او منظم ډول ترسره کړي. د امو زون کرکټ مسؤل ډاکټر نور عالم فرید شمال او کندوز خلکو په استازیتوب د افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چی وروستیو جنګونو له امله یی د کندوز خلکو لاسنیوی وکړ او له دوی سره یی د لومړنیو خوراکي توکو او درملو د اماده کولو په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې. ټاکل شوې د افغانستان کرکټ بورډ اداره د ملي لوبغاړو ترمنځ د راتلونکې جمعې په ورځ د هلمند او اروزګان زیانمنو خلکو سره د همکاریو په موخه يوه بله خیريه لوبه ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *