له کندوز ښاریانو سره د مرستې لپاره د کرکټ د ملي ټیم مسابثه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا /جمعه – اکتوبر۲۱/ پر کندوز ښار د طالبانو د حملې په نتیجه کې د زرګونو بې ځایه شویو او زیانمن شویو د لاس نیوي لپاره شل اووریزه مسابقه کوي.

د دې مسابقې، چې تر غرمې مخکې لس نیمې بجې پیلېږي، د پلورل کېدونکو ټکټونو پیسې زیانمن شویو کورنیو ته ډالۍ کېږي.

کرکټ بورډ هیله لري چې له دې لارې به یو نیم ملیون افغانۍ ټولې شي.

ټاکل شوې ده چې د ملي ټیم ټول لوبغاړي په دې سیالۍ کې برخه واخلي.

کرکټ بورډ تېر ځل هم د کندوز له بې ځایه شویو سره مرسته کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *