د کندوز له زیانمن شویو سره د مرستې لپاره کرکټ سیالي

د کندوز زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې په موخه د کرکټ خيريه لوبه CHAIRMAN XI وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا د کندوز له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې او ملاتړ په موخه خیریه سیالي نن په الکوزي ـ کابل نړیوال لوبغالي کې د ACB XI او CHAIRMAN XI ترمنځ ترسره شوه، چې د دغې لوبې پچه CHAIRMAN XI وګټله او ACB XI ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ACB XI لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې، چې زیاتې منډې په کې جاوید احمدي ۳۸ او نورزمنګل ۲۹ منډې وکړې. چې له مقابلې لوبډلې څخه نوین الحق درې ویکټې، امیرحمزه هوتک او راشد خان دوه – دوه ویکټې واخیستې.

د CHAIRMAN XI لوبډلې وکولی شوای، ورکړل شوی هدف پوره کړه چې له ډلې څخه یې زیاتې منډې شهزاد محمدي ۶۴ او اصغر ستانیکزي ۵۸ منډې جوړې کړې.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمدي چې ۶۴ ناسوځیدلې منډې کړې وې، وټاکل شو.

د لوبې په پای کې د سولې او ژوند جام د کرکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش، د متحد ملت ګوند او په پارلمان کې د کندهار د خلکو د استازي عبدالرحیم ایوبي، د عدالت ګوند مشر عبدالرشید ایوبي او د امنیت شورا مشاور اجمل شاپور له خوا د CHAIRMAN XI لوبډلې مشر اصغر ستانیکزي ته ورکړل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش په خپلو خبرو کې له ټولو هغو هېوادوالو څخه مننه وکړه چې ددغې خیریه سیالۍ له لارې یې د کندوز له زیانمنو شویو وګړو سره مرسته وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی به د دې لوبې له لارې راټولې شوې مرستې د منظم پلان له مخې د کندوز پر زیانمنو شویو کورنیو باندې ویشي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي وویل چې دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې زموږ هېواد وال همیشه د بل هېوادوال مرستې ته رادانګي او په پوره اخلاص ورسره مرسته کوي چې ښه مثال یې د نن خیریه سیالي وه چې زیات شمیر هېوادوالو په کې د کندوز له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته اعلان کړه .

ستانیکزي همدا راز د کرکټ بورډ ادارې له ټولو همکارانو مننه وکړه چې ددغې لوبې په جوړولو کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *