په کابل کې د ښځو لپاره د یوګا لومړنی مرکز پرانستل شو

تاند- د جسمي او روحي روغتیا په هدف په کابل کې د ښځو لپاره د یوګا لومړنی مرکز پرانستل شو.

د افغان یوګا کلب یوې غړې رُخسار حبیبزۍ وویل«زموږ په ټولنه کې امنیت نشته. افغان مېرمنې تر فشار او ستریس لاندې دي. موږ له یوګا څخه د خپلو ذهنونو د ارامولو او د ځان د هوسا کولو لپاره کار اخیستلی شو.»

دا مرکز، چې یو شمېر افغان مېرمنو جوړ کړی، د دې لپاره یوازې ښځو ته ځانګړی شوی چې ښځې پکې خوندي وي.

یوګا، چې په اصل کې له هنده درستې نړۍ ته خپره شوې، د جسمي، ذهني او روحي روغتیا لپاره خورا ګټوره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *