د اول ځل لپاره مې په کابل کې د یوې بهرنۍ لوبډلې د لوبې ننداره وکړه

اسد ویاړ –

پر فېسبوک، راډيو او ټلویزون مې افغانستان ته د پاکستان داخلي کرکټ د یوې مخکښې لوبډلې د راتګ خبرونه او کیسې اوریدې خو ما ته خوب ښکارېده.

ما کله هم نه منله چې زمونږ کابل جان دې د همداسې یوې لوبډلې کوربه توب وکړي.

ما کله هم نه منله چې زمونږ ادارې دې دومره پیاوړې شوي وي چې بهرنۍ لوبډلې را دعوت کړي او دلته دې ورسره د لوبو کولو هوکړې وکړي.

ما کله هم نه منله چې د هغه هېواد د کرکټ مخکښه لوبډله به زمونږ پر خاوره پښې کیږدي او پر میدان به مو لوبې وکړي چې اصلاً زمونږ کرکټ له هماغه ځایه را پیل شوی او بیا دوی زمونږ د عمر هومره تجربې لري.

خو دا هر څه رښتیا شول.

پرون سهار وختي پاڅېدم، ژر مې ځان تیار کړ او ومې غوښتل چې دا هر څه له نیږدې وګورم.

که څه هم دروازه کې مې لږ انتظار وکړ، خو ښه وه څنګه چې لوبه پیل شوه، مونږ یې را پرېښودو.

اه چې ګورم پر میدان د پاکستان هېواد دوه پیاوړي لوبغاړي نعمان انور او امام الحق زمونږ د بالرانو پر وړاندې ولاړ دي.

سترګې مې وسولولې، ما ویل هسې نه ویده وم خو نه، دا بیخي په غړیدلو سترګو رښتینی وضعیت وه.

لوبه روانه وه، ما له ځان سره حیرانونکي فکرونه کول.

چې کله به هم زمونږ بالر له امپایر ورتېر شو، د ننداره چیان شور او زوږ به مې هر څه پر ځای کړل او پام به مې لوبې ته شو.

ټوله ورځ سره لمر ته کېناستم خو دا مې حس نه کړه چې ګرمي ده، دا مې ونه انګېرله چې ځه ولې په وږي ګېډه ناست یې؟ دا مې ښه ونه ګڼله چې لوبه پرېږدم او زه ورځ په راحت سره په کور کې تېره کړم. ټوله ورځ د لوبې تر اخري شیبو پاتې شوم او دا هرڅه بیخي حیرانونکي وو.

دا نو عادي ورځ نه وه، په لومړي ځل مو په تاریخ کې ولیکل چې زمونږ ګران هېواد افغانستان هم د یوې بهرنۍ لوبډلې د لوبې کوربه توب وکړ او په ډېره ارامه فضا کې سیالۍ روانې دي.

زه د یوه هېوادوال په صفت د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له دې تاریخي ګام مننه او ستاینه کوم.

اوس مې نور هم ومنله چې مسلکي او ځوان مشران رښتیا هم کار کولای شي او واقعاً له هېواد سره مینه یې اړ کوي چې بې ساري هڅې وکړي.

دا ولیکل شول چې چا؟ څه وخت؟ او په څه ډول حالاتو کې؟ یوه بهرنۍ لوبډله دې ته قانع کړه چې راشي او پر کابل میدان له افغان ځوانانو سره ولوبیږي.

اوس مې هیله له هېوادوالو داده چې په پوره مېلمه پالنه، ښه سلوک او افغانۍ مینه ددې لوبډلې قدرداني وکړي، د لوبو د نندارې پر وخت دوی ته هم هومره تشویق ورکړي څومره چې خپل اتلان نازوي او په خوشاله ډول تر بېرته لیږلو پورې، پوره پوره همکاري وکړي. دا زمونږ ستاسو د ټولو مسؤلیت او د ټول هېواد نوم ورسره تړلی دی.

د سرلوړي، متمدن او پیاوړي افغانستان په هیله……

 کابل افغانستان

۲۰۱۶-۰۵-۱۹

۱۳۹۵-۰۲-۳۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *