په پلازمېنه کابل کې د ملي لوبډلې لپاره د توپ اچونې ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د باولینګ د ملي لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست وایي، دا لوبې کابل کې وشوې او ۱۲ غوره لوبغاړو له یو بل سره سیالۍ وکړې.

عبدالله نوري په شپږ پړاونو کې ۱۰۹۰ نمرې ترلاسه کړې او لومړی مقام یې خپل کړ.

ناصر صدیقي ۱۰۸۶ نمرو باندې دویم او فهیم قادري په ۱۰۳۶ نمرو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې غوره شوي لوبغاړي به ډېر ژر د کوېټ په کوربتوب اسيايي سياليو کې ګډون وکړي.