رسمي خبر

محمود خان منندوی

د سهیلي امریکا کنفدارسیون میسي درې میاشتې د ملي لوبډلې سره د لوبو څخه محروم او د دې تر څنګ یي 50 زره ډالره جریمه کړی هم دی.

میسي په دې سره د چیلي، مکسیکو او جرمني پر وړاندې لوبې د لاسه ورکړې.

د میسي دغه محرومیت د نومبر پر درېیمه پای ته رسیږي.

هغه به د نړۍوال جام د غوراوي پړاو لوبو ته چې د 2020 د مارچ پر 23مه پیلیږي، اماده وي.

دغه محرومیت او جریمه په کوپا امریکا کې د برازیل په اړه د میسي د خبرو په هکله ده ته ور کړل شوه.